لغمان کې د لبنیاتو د پروسس د یوې فابریکې د جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۰:۴۹
لغمان کې د لبنیاتو د پروسس د یوې فابریکې د جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د لبنیاتو د پروسس د یوې معیاري فابریکې د جوړولو چارې په بشېړېدو دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه فابریکه د لغمان دکرنې ریاست په همکارۍ د خصوصي سکټور له خوا د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي.
د لبنیاتو د پروسس یاد مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د زر لېټره شیدو د پروسس وړتیا لري او کابو ۷۰ کسانو ته په دې فابریکه کې د کار زمینه برابریږي.
ټاکل شوې، چې د لبنیاتو دیادې فابریکې د جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړ او رسماً د باکیفیته لبنیاتو پروسس پیل کړي.
ددې فابریکې په جوړېدو سره ټاکل شوې، چې د لغمان د مالدارانو اضافي شېدې په منظم ډول راټول او له پروسس وروسته به هېوادوالو ته ښه کیفیت لرونکي لبني مواد چمتو او د دوی په واک کې به ورکړل شي.
له کورونو راټولې شوې شیدې یاد جوړېدونکیکارځي ته د پروسس لپاره راوړل کیږي. چې شید، مستې، تروې، کوچ، پنیر، پېروی،چکه او داسې نور لبني توکي ترې جوړې شي او بیا بازار ته وړاندې شي. نو نه یواځې زروکورنیو ته په کورنو کې د ګتې زمینه برابریږي، بلکې په کارځي کې هم لسګونه کسانو ته کار پیدا کیږي.
لبنیات د هېواد په کلیو او بانډو کې د ډېرو کورنیو د خوړو ښه سرچینه او عواید دي.
هېواد کې شاوخوا څلور میلیونه غواوې او نږدې شل میلیونه وزې او مېږې د مالدارو کورنیو له خوا په دودیز ډول روزل کیږي.
د هېواد په کچه د کوپراتیفي ټولنو له لارې په کابل، بلخ، هرات، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د لبنیاتو فابریکې جوړې شوي دي، چې د لبني محصولاتو په تولید بوخت دي.
د کرنې وزارت له ۲۰۰۵ ام کال څخه را په دې خوا د مالدارانو د لبنیاتو د هراړخیزې پراختیا برنامې تر عنوان لاندې د شیدي د پروسس فابریکې او خصوصي سکټور سره مالي او تخنیکي مرستې کوي.
افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده. دغه وزارت د لبنیاتو د پراختیا د پروژو په لاره اچولو سره زرګونه کلیوالي کورنۍ د دغو پروژو تر چتر لاندې راوستي دي. د دغو پروژو اصلي موخه د شیدې د تولیداتو زیاتوالی د لبني موادو پروسس او دغو موادو ته د کوپراټیفونو او ټولنو له لارې مارکېټ پیداکول دي. په کور دننه د لبني موادو د پراختیا په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼې پروژې پلي شوي او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې شوي دي، چې د کلیو او بانډو په کچه د شیدې د مولدینو کوپراټیفونه جوړول، د لبنیاتو مرکزي او ولایتي ټولني ایجادول، د لبنیاتو ملي ټولنه جوړول او د لبنیاتو د پراختیا بورډ جوړول په کې شامل دي.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د مالدارۍ ګڼ فارمونه شته. شاوخوا څلور میلیونه غواوې او نږدې شل میلیونه وزې او مېږې لري. خو په منظم ډول ترې ګټه اخیستل او وده به یې د لبنیاتو تولید لاپسې ډېر کړي او موده غواړي، چې د لبنیاتو له اړخه به افغان بازارونه نورو ته اړ پاتې نه وي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو محصولاتو په پسرلني نندارتون کې د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو ګډون

د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې روان کال د غويي میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې. . .

بازگشت