لغمان کې د عشر او زکات راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۴۰
لغمان کې د عشر او زکات راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت د مرکز او ولسوالیو دعشر او زکات د راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ او د عشر او زکات د راټولولو آمر قاري ذبیح الله هشام په ګډون جوړه شوې وه.
په غونډه کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د عشر او زکات د راټولولو د چارو د ښه مدیریت لپاره اړینې سپارښتنې او لازمې لارښوونې وړاندې کړې. نوموړي د مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د عشر د راټولولو پر مهال له ولسونو سره نېک چلند وکړي، ترڅو خلک خپه نه شي او دا مهم شرعي عمل په بشپړ شفافیت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم مطابق ترسره شي.
په همدې مهال د عشر او زکات د راټولولو آمر قاري ذبیح الله هشام وویل، چې عشر او زکات د اسلامي نظام له مهمو چارو څخه دي او باید د پوره پاملرنې لاندې ترسره شي. هغه د یادې پروسې د لا ښه تطبیق او د مسؤلینو د لا متوجه کولو په اړه یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړې.
په پای کې د عشر او زکات مسؤلینو د کرنې ریاست مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دغه سپېڅلې دنده به په پوره صداقت، شفافیت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونو مطابق ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت