لغمان کې د طبیعي ځنګلونو د بیارغونې په پار هڅې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۶:۴۵
لغمان کې د طبیعي ځنګلونو د بیارغونې په پار هڅې

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې په پار پر ۸۰ ځنګل لرونکو د چهارمغزو تخمونه وېشل شوي دي.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ددې ولایت پر ۸۰ ځنګل لرونکو د چهارمغزو تخمونه وېشلي دي، تر څو د له منځه تللو ځنګلونو په بیارغونې کې ترې ګته پورته شي.
ددې تخمونو د وېش موخه د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا ترڅنګ د ځنګل لرونکو اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت