لغمان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۳:۴
لغمان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې


۱۸ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار یې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دلغمان ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن قرغیوولسوالۍ ته دامارتي غصب شووځمکودتثبیت، سروې اودغصب څخه دخلاصون په موخه په داسې حال کې سفروکړه، چې ددې ریاست دتخنیکي ځمکوالۍ چاروامر مولوي ګل رسول زبیرهم ورسره ملګري و.
د لغمان دکرنې رییس لومړۍ دقرغیو ولسوالی دکرنیزوچارو عمومي مدیریت کارمندانوسره دچارو دهمغږۍ اولاښه تطیبق  لپاره ناست وکړه، او د ځمکوالۍ چارومدیریت ته یې سپارښتنه وکړه چې د امارتي ځمکو اجاره داران راوغواړي او داجارې د عوایدو باقیات تحویل کړي.
اوهمداراز د لغمان دکرنې رییس د امارتي ځمکو دتثبیت اوسروې لپاره د امیرالمومنین حفظه الله د ۲۸۹ګڼه فرمان مطابق دقرغیوولسوالی په سطحه یو درې کسیزه ګډ پلاوي چې په ترکیب کې یې د کرنې مدیر، د لومړنۍ محکمې استازی او د امنیه قومندانۍ استازی شامل دي وټاکه او دوی ته یې د قرغیو ولسوالی د ټولې اراضۍ لپاره یو پلان ترتیب کړه او لارښوونه یې ورته وکړه چې ددې پلان مطابق دقرغیوو لسوالی ټوله غصب شوې ځمکې دتثبیت سروې ترسره او غاصبین یې په نښه کړي. 
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په لغمان ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده، چې مشري یې د کرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت