لغمان کې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۳۹
لغمان کې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې یې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې سلګونه هکټاره ځمکه کې د بیرې نیالګي اېښي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد ځنګلونه په دې ولایت کې د شاتو مچینو روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په پار جوړ شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست د چاراکو په خبره، د ځنګلونو جوړول، د چاپېریال ساتنې، د سېلابونو د مخنیوي، د چاپېریال ښکلا او ګڼو نورو برخو کې ګټور دي.
د بیرې نیالګي په وچو دښتو کې چې په کې کرکېله نه کېږي، اېښودل کېږي.
لغمان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د بیرې ونو د تولید او روزنې لپاره مناسبه چاپېریال لري. د لغمان ترڅنګ د ننګرهار، نیمروز، هلمند اوکندهار ولایتونه هم د بیرې ځنګل جوړولو لپاره مناسبه اقلیم لري او د بیرې ونې په هغو ولایتونو کې چې ګرمه هوا لری ښه وده کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت