لغمان کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې؛ ٦٨ جریبه نوې بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۳۹
لغمان کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې؛ ٦٨ جریبه نوې بڼونه جوړېږي

٤ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٢جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د سولې بنسټ د ( کرنې د ودې او کلیو پراختیا)  پروژې له لورې د لغمان په مرکز مهترلام او قرغه یې ولسوالیو کې د سټروسو ٦٨ جریبه بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن وویل دسولې بنسټ له لورې په لغمان کې ٣٣ بزکرانو لپاره پر ٦٨ جریبه ځمکه د ستروسو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي.
ښاغلی محسن وویل چې ددغو بڼونو په ډله کې ٢٣ د مالټې، ٤٣ جریبه لیمو او دوه جریبه چينايي لیمو شامل دي، چې د بڼونو ډیزاین او کښت چارې یې د همکارې مؤسسې او د لغمان دکرنې ریاست په ګډو هڅو روانې دي. 
د یادونې وړ ده، چې یادو بزګرانو ته د بڼونو د ټولو چارو په مسلکې ډول پرمخ بیولو لپاره روزنیز پروګرامونه او ترڅنګ یې هر بڼوال ته د درمل شیندنې پمپ، ۵۰ کیلوګرامه یوریا، ۵۰ کیلوګرامه ډی ای پي سره، د ښاخ بري قیچي، د درمل شیندنې محافظتي جامې او اره هم په پام کې نیول شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت