لغمان کې دکار په بدل کې لسګونو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۲۵
لغمان کې دکار په بدل کې لسګونو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۵ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نړۍوالې پراختیایي ادارې په مالي او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دسي بارډ پروژې له لارې ددې ولایت د مرکز مهترلام په ګډون دقرغیو ولسوالی پر 250 کورنیو چې د سېلابونو له امله د تخریب شویو ځمکو د بیا جوړولو په پروژه کې اته ورځې کار ترسره کړي وو  هرې کورنۍ ته ۳۶۰۰ افغانۍ دکار په بدل کې نغدې پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.
 د نغدو پیسو د وېش لړۍ د عشر اوزکات د راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام د کرنې، د ودې دکلیوپراختیایي باارزښته حلالو فصلونو او معیشت ته دلاس رسۍ پروژې ولایتي مسؤل ویس وزیر په شتون کې پیل شوه.
د لغمان د کرنې ریاست دعشراوزکات راټولولو امر  د وېش پر مهال وویل: «د مرکز او قرغیو ولسوالی هغه ځمکې چې د تېرو سېلابونو له امله تخریب شوې وې دیادې پروژې له لارې دوباره شاوخوا سل جریبه کرنیزه ځمکه اباده شوه.» نوموړي وویل، چې په دغه پروژه کې ۲۵۰ کاریګرو اته ورځې کار ترسره کړې او د ورځې ورته څلور سوه پنځوس افغانۍ په پام کې نیول شوې وې چې نن ورته عملاً وېشتر سره شوه.
همداراز ښاغلی هشام د مؤسسې له مسؤلینو د مننې ترڅنګ له دوی وغوښتل دپاتې نورو ولسوالیو تخریب شویو ځمکو دابادولو لړۍ ته دې دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت