لغمان ولایت ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال سفر

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۹:۵۴
سفر معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت لغمان

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د کرنې، ځمکو، بشري سرچینو، حیواني روغتیا، طبیعي سرچینو او مالدارۍ د بېلابېلو سکتورونو د متخصصینو او کارپوهانو په ملتیا لغمان ولایت ته سفر وکړ. 
د دغه سفر په پیل کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان د کرنې له رییس مولوي عبدالستار حکیم او د دې ادارې له کارکوونکو سره وکتل او ویې ویل، چې د دغه سفر موخه د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه او د کارکوونکو د وړاندیزونو ترلاسه کول دي.
مولوي باز محمد فیضان په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د خلکو خدمت کول زموږ اسلامي وجیبه ده او د کار اصلي موخه د خدای رضا ده. هغه زياته کړه، چې خلک له مسوولينو څخه زياتې هيلې او غوښتنې لري او بايد د دوى ستونزو ته رسېدنه وشي. 
دا سفر د فعالیتونو د ارزونې، د غوښتنو او ستونزو د اوریدو او د اوسنیو او راتلونکو پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوی دی. همدارنګه د مسلکي پرسونل په اړتیا او په دې برخو کې د متخصصینو په ګمارنه ټینګار وشو.
په دې غونډه کې د اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ د ترویج رییس مولوي معاذالله عادل هم حضور درلود او ویې ویل، چې د دې ارزونې موخه د بستونو مسلکي کول دي.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت لغمان
۸ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به همراه هیئتی از متخصصان و کارشناسان بخش‌های مختلف زراعت، اراضی، منابع بشری، صحت حیوانی، منابع طبیعی و مالداری به ولایت لغمان سفر کرد.
در آغاز این سفر، معین آبیاری و منابع طبیعی با مولوی عبدالستار حکیم، رئیس زراعت لغمان، و کارمندان این اداره دیدار نمود. 
هدف این سفر ارزیابی فعالیت‌های اداره زراعت و دریافت پیشنهادات کارمندان آن می باشد.
مولوی بازمحمد فیضان در صحبت‌های خود تأکید کرد که خدمت به مردم از مکلفیت‌های اسلامی ما است و هدف اصلی کار رضای خداوند می‌باشد. وی افزود که مردم توقع و امید بیشتری از مسئولین دارند و نیاز است که به مشکلات آن‌ها رسیدگی شود. این سفر به منظور ارزیابی فعالیت‌ها، شنیدن نیازمندی‌ها و بررسی پروژه‌های جاری و آینده صورت گرفته است. همچنین بر نیاز به پرسونل مسلکی و استخدام افراد متخصص در این زمینه‌ها تأکید شد.
در این نشست، مولوی معاذ الله عادل، رئیس ترویج تکنولوژی‌های جدید آبیاری، نیز حضور داشت و هدف از این ارزیابی را مسلکی‌سازی بست‌ها عنوان کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت