لغمان: مهترلام کې په ۴۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۴:۱۷
لغمان: مهترلام کې په ۴۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام په ۴۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن بزګرانو ته په خطاب کې وویل: «کوم اصلاح شوی دغنمو تخمونه او کیمیاوی سرې، چې تاسو ته درکول کېږي نو پکار دی چې ددې مؤسسې دمسولینو دلارښوونو سره یې سم وکرئ او ټول هغه لارښونې چې دکر څخه تر رفع حاصل پورې تاسو ته ارایه شوی دهغې مطابق ترسره شي تر څو دفي واحد ځمکې څخه لوړ او باکیفیته حاصل ترلاسه شي.»
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

بازگشت