لغمان: دعلیشنګ اړوند ولسونو سره دعشر او زکات د راټولولو په موخه دعامه پوهاوی ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۳۲
لغمان: دعلیشنګ اړوند ولسونو سره دعشر او زکات د راټولولو په موخه دعامه پوهاوی ناسته ترسره شوه

دلغمان د کرنې اوبولګولواومالدارۍ ریاست اړوند دعلیشنګ ولسوالی دعشراوزکات مسؤلینو له لوري ددې ولسوالی دغازي آباد سیمې له قومي مشرانو او علماؤکرامو سره دعشراو زکات د ورکړې په هکله ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې دعشر او زکات د مسؤلینو له لوري دعشر اوزکات د ورکړې په هکله داسلامي شریعت په رڼا کې ارزښمتندې خبرې اترې وشوې. همداراز د ځايي سیمې له قومي مشرانو او علماؤ کرامو څخه یې وغوښتل، چې د عشر دعاملینو سره د یادې چارې د ترسره کولو پرمهال همکاري وکړي په ورته مهال یادو مشرانو او علماؤ کرامو په یاده برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.
ترناستې وروسته د نوموړې ولسوالۍ د عشر مدیر قاري سیدجلال الدین سعیدي دسالاب غونډی سیمې ته لاړ او هلته یې د جوارو د فصل د عشر دراټولولو له روان بهیر څخه څارنه وکړه او عاملینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له ولسونو سره د عشر دورکړې پرمهال نیک چلند څخه کار واخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت