فراه کې لسګونه بزګران او بڼوال وروزل شول
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته ددې ولایت لسګونه بڼوال او بزګر روزل شوي دي.
ددې روزنیز پروګرام په ترڅ کې یادو بزګرو او بڼوالو ته د نوې او عصري ماشینرۍ کارونې او د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شوي دي.
له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي بزګر او بڼوال له دې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د کرنې ادارې څخه په دې برخه د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.