فراه کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه
د فراه د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اس،اچ،آر»مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۲۰۰ مالدارانو ته د څارویو متراکمه خوراکه (کنجاړه) ووېشل شوه.
د چارواکو په خبره د یادې مؤسسې له لورې مالدارانو ته دحیواني خوراکي ارزښت، ناروغیو، مالدارۍ اهمیت او د خوراکې استعمال په برخه کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده.
د فراه دکرنې ریاست وړاندې تردې هم د د فراه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د حیواني خوراکي ترڅنګ، واکسینونو، چنجیو ضد درملو، لبنیاتو پروسس، وسایلو او نورو ګڼو برخو کې د مالدارانو لاس نیوی کړی دی.