فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۱۵
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه کرنې،ابولګولو او مالداری رییس لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرو غونډو دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه او د فراه ولایت د تخنیکي کمېټې هلې ځلې او فعالیتونه یې وستایل.
د غونډی په ترڅ کې د فراه مرکز اړوند خرمالق سیمې، دارآباد بالا، دارآباد پاین، کوک بالا، هوایی ډکر، ملاامان کلي. دغه راز د شیب کوه ولسوالی کاریز سرخه سیمه، دبکواه ولسوالی شورابک، د ګلستان ولسوالی ګزستان، دیوالک، دریاب کلی اولاجورک سیمې، د فراهرود ولسوالی تودنک او رباط ترکان سیمې او د بالابلوک ولسوالی کنسک سیمه شاخ بلند، ثور کلی او سیاه ځنګل سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې له مخې، مولوي شیراحمد  رفیع د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه. . .

بازگشت