فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
۱۳ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې،ابولګولو او مالداری رییس الحاج مولوی شاه محمد حاجی سروری په مشرۍ د کرنې ، ابولګولو او مالداری ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه کرنې،ابولګولو او مالداری رییس لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرو غونډو دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه او د فراه ولایت د تخنیکي کمېټې هلې ځلې او فعالیتونه یې وستایل.
د غونډی په ترڅ کې د مرکز اړوند او ځینو ولسوالیو پر ستونزو خبرې اترې شوې دغه راز د بالابلوک ولسوالی د کنسک کلی، ګلستان ولسوالی دیوالک سیمه، فراه رود ولسوالی او مرکز اړوند سیمې خرمالق، دارآباد، کاریز نو او کاریز عبدالله شیر سیمو په هکله خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.