فراه کې د شنوخونو د مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۱
برنامه آموزشی مدیریت سبزخانه‌ها در ولایت فراه آغاز شد

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «واسا» مؤسسې په همکارۍ، د شنوخونو د مدیریت په برخه کې ۸۰ تنو ته پنځه ورځنۍ روزنیزه برنامه نن د دغه ولایت په مرکز کې رسماً پیل شوه.
د یادې روزنې په ترڅ کې ګډونوالو ته د شنوخونو د سم مدیریت، د سبو د کرلو عصري لارې چارې، د حاصلاتو لوړولو لارې چارې، د افتونو او ناروغیو مخنیوی، او د بازارموندنې بنسټیز اصول ور زده کېږي، څو وکولای شي له لږو ځمکو څخه زیات او باکیفیته حاصل تر لاسه کړي.
د پروګرام له بشپړېدو وروسته به د یادې روزنې له ګډونوالو سره په اشتراکي ډول لس بابه معیاري شنې خونې جوړې شي، چې هره شنه خونه به د اته کسانو ترمنځ شریکه وي. د دغو شنوخونو جوړول به ګډونوالو ته عملي کاري فرصتونه برابر کړي او د هغوی د عاید د لوړولو لامل به شي.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دې مرستو اساسي موخه هغو کډوالو ته د کار زمینه برابرول دي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي، تر څو د کرنې له لارې اقتصادي پیاوړتیا ومومي او د خپلو کورنیو د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
همدارنګه دغه پروګرام د شنوخونو صنعت ته د ودې او پراختیا، د لږو ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو د ترلاسه کولو، او بزګرانو ته د دوامدار او عملي ملاتړ د برابرولو په موخه پلی کېږي.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي، چې په راتلونکي کې به هم د ملي او نړۍوالو همکارو مؤسسو سره په همغږۍ ورته روزنیز او حمایوي پروګرامونه عملي کړي، څو د فراه ولایت د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه شي او د کرنیز سکتور وده لا چټکه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت