فراه کې د اوبولګولو پروژې څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۴۵
فراه کې د اوبولګولو پروژې څخه څارنه وشوه

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او «او،آر،پي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د فراه مرکز اړوند د مروارید او ناصر آباد په کلیو کې کانالونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې د یادو کانالونو رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.
د فراه دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه  ځمکه خړوبه او زرګونو ځایي خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د یادو کانالونو په رغنیزو چارو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوي؛ چی د څو ورځو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.  
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یادو کانالونو په جوړېدو خوښي وښوده او دفراه کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د پروژې له مسولینو څخه مننه وکړه د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت