فاریاب ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۹
فاریاب ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د فاریاب د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د بېلابېلو کلیو ۱۵۰ تنو بزګرانو او کلیوالو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي روزنیز پروګرامونه په لاره واچول.
یاد روزنیز پروګرامونه د فاریاب ولایت د مرکز سربېره، پشتونکوت، خواجه سبزپوش، شرین تگاب او المار په ولسوالیو کې هم ترسره شوه.
د دې برنامې موخه د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د خبرداري سیستم فعالول او د سیمې د معلوماتو راټولول دي، څو دغه سکتور د نوو اقلیمي شرایطو سره ښه عیار شي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د یخ‌نۍ او طبیعي پېښو د تحلیل او ماډل جوړونې متخصص انجنیر دواجان همت وویل، چې په دغو پروګرامونو کې دفاریاب ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی همت وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست وايي، چې ورته برنامې به د نورو ولایتونو په کچه هم د سیمه‌ییزو بزګرانو په ګډون ترسره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د خوست دکرنې رییس د سویزرلنډ هېواد له استازو سره وکتل 

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر محمد ذبیح د یاد ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، متخصص او سلاکار بهیر ګل صابري، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورستان کې دکانګو تبې ساري ناروغۍ د مخنیوي کمپاين عملاً پيل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې په مټ په نورستان ولايت کې د کانګو وينه‌بهېدونکې تبې ساري ناروغۍ د مخنيوي کمپاين عملي پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۲۸
Background image

د ننګرهار کرنيزو څېړنو د مېوو په لابراتوار کې د املوکو په مختلفو ډولونو باندې څيړنې روانې دى

 د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څیړنو مدیریت له لورې په بېلا بېلو مېوو څېړنې رواني دي، چې د دې څېړنو په پايله کې به دنورو مېوو سربېره دسرو املوکو هغه انواع. . .

بازگشت