فاریاب ولایت ته د کرنې د سرپرست وزیر سفر

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۱:۳۴
فاریاب ولایت ته د کرنې د سرپرست وزیر سفر


۹ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ په داسې حال کې، چې دکرنې وزارت یوشمېر چارواکو یې ملتیا کوله، د یو کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښارته ورسېد.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د فاریاب دکرنې ریاست د کارکوونو او یوشمېر مخورو په شتون کې د فاریاب دکرنې ریاست د کنفرانسونو په سالون کې په لاره اچول شوې وه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته دخپل سفر موخه د فاریاب ولایت دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ وضعیت ارزونه وبلل او یې ویل: «د افغانستان اسلامي امارت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت جدي تصمیم لري،چې د چکډمونو او سړوخونو جوړولو او بزګرانو لپاره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو د چمتو کولو او دغه راز د کرنېزو او بڼوالۍ محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې اقدام وکړي.»
په همدې حال کې د فاریاب دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عزت الله نوراني فاریاب ولایت ته د کرنې د سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د راتګ هرکلۍ وکړ او د کرنې سرپرست وزیر ته یې د یاد ریاست د کړنو راپور وړاندې کړل او ترڅنګ یې دکرنې سرپرست وزیر سره د یاد ولایت د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو ستونزې او ننګوې مطرح کړل او په یادو برخو کې دکرنې وزارت د جدي پاملرنې غوښتوکی شو.
د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پراساس دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د یوې پلاوي په مشرۍ، چې په کې دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو او دکرنې متخصصین شامل دي؛ دکرنې او مالدارۍ د وضعیت ارزونې، او دغه راز له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او مالدارانو سره د دوی د ستونزو د حل په پار د لیده کاته په موخه ولایتونو ته سفر کوي.

سفر سرپرست وزارت زراعت به ولایت فاریاب
۹ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطا الله عمری سرپرست وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در حالیکه شماری از مسوولین وزارت زراعت وی را همراهی می‌کردند طی یک سفر کاری وارد شهر میمنه مرکز ولایت فاریاب گردید.
در برنامه‌ای که به همین مناسبت با حضور داشت کارمندان ریاست زراعت و شماری از محاسن سفیدان در سالون کنفرانس‌های ریاست زراعت فاریاب تدویر یافته بود . 
مولوی عطاءالله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هدف سفرش به ولایت فاریاب را  بررسی وضعیت زارعتی، مالدارای و باغدارای ولایت فاریاب عنوان کرده گفت"وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان تصمیم جدی دارد تا در قسمت اعمار بندهای آبگردان تهیه کود کمیاوی و تخم های اصلاح شده بذری برای دهقانان، ایجاد سرد خانه‌ها و بازاریابی برای محصولات زراعتی و باغداران اقدام نماید". 
 در همین حال مولوی عزت الله نورانی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب سفر سرپرست وزارت زراعت، و همراهان‌شانرا به ولایت فاریاب خیر مقدم گفته گزارشی از کار و فعالیت ریاست متذکره را اراییه نموده مشکلات دهقانان مالداران و باغداران فاریاب را به  سرپرست وزیر زراعت، آبیاری و مالداری مطرح کرده خواهان توجه جدی وزیر زراعت و مالداری در زمینه گردید.
مولوی عطاء الله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مطابق به حکم رهبری امارت اسلامی در راس یک هیئت مشکل از رئسا و متخصصین وزارت زراعت جهت بررسی وضعیت زراعت و مالداری و دید بازدید با مسوولان محلی، دهقانان و مالدارن  جهت حل مشکلات شان به ولایت‌ها سفر می‌کند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۴۸
Background image

د هلمند موسی کلا کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي وېشل کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارئ ریاست لخوا، په موسی کلا ولسوالی کې د کرنیزوخدمتونو عمومي مدیریت او د افغانستان د راتلونکي نسل خیریه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د هرات د کرنې او مالدارۍ د ټولنې له غړو سره دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس لیدنه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

هرات ولایت ته د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس سفر

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او وياندوی مولوي شیرمحمد حاتمي، د دې ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا. . .

بازگشت