غزني کې د چرګانو ۱۵۰ فارم لرونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

naim.rezai
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۳
غزني کې د چرګانو ۱۵۰ فارم لرونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «RADP-E»پروژې په همکارۍ په دې ولایت کې د چرګانو ۱۵۰ فارم لرونکو ته د چرګانو روزنې او د چرګانو د فارمونو د ادارې او مدیریت په پار پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچولی دی.
د غزني دکرنې رییس عبدالولي کوچي وایي، چې ددې روزنیز پروګرام موخه د چرګانو فارمونو مسوولینو ته د چرګانو فارمونو اداره او مدیریت زده کول دی.
د ښاغلي کوچي په خبره په دې روزنیز پروګرام کې د نارینه و ترڅنګ ښځینه فارملرونکې هم ګډون لري، چې دوی ته په کورونو کې د چرګانو ساتنې لارې چارې ښودل کیږي.
ددې روزنیز پروګرام په پای کې به د «RADP-E» پروژې له خوا د پروګرام پر ګډونوالو د چرګانو روزنې او حفظ الصحې اړونده کېټونه هم وېشل کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت