غزني ولایت کې د ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو چارې بشپړې او مستفیدینو ته وسپارل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۳۰
غزني ولایت کې د ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو چارې بشپړې او مستفیدینو ته وسپارل شوې


د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د «اې.ان.آر.سي.سي» پروژې په همکارۍ په دغه ولایت کې ۳۰ باب ممیزخونې او ۲۰ باب د پیاز او کچالو د ساتنې زېرمتونونه «صفر انرژۍ سړې خونې» جوړې شوې دي.
یادې پروژې د غزني ولایت په مرکز او د ده‌یک، اندړ، ناوه او مالستان ولسوالیو کې عملي شوې دي. د تخنیکي ټیم له لوري د دغو تاسیساتو تخنیکي ارزونه ترسره شوې او د کار د بشپړېدو پخلی شوی دی.
د غزني د کرنې ریاست مسؤلین وایي، دغه تاسیسات د کرنیزو حاصلاتو د ضایع کېدو د مخنیوي، د محصول د کیفیت د ساتنې او د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي په موخه جوړ شوي دي.
بڼوالو او مستفیدینو د یادو پروژو له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دا ډول ګټورې کرنیزې پروژې باید دوام ومومي.


تکمیل و تحویل کشمش خانه‌ها  و ذخیره خانه‌های محصولات زراعتی در ولایت غزنی
۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمادى‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی، با همکاری پروژهٔ NRC، در این ولایت ۳۰ باب کشمش خانه  و ۲۰ باب سردخانهٔ نگهداری پیاز و و کچالو  با سیستم «صفر انرژی» ساخته شد.
این پروژه‌ها در مرکز ولایت غزنی و ولسوالی‌های ده‌یک، اندړ، ناوه و مالستان عملی گردیده و تیم تخنیکی پس از ارزیابی، تکمیل این تأسیسات را تأیید نمود.
مسئولان ریاست زراعت غزنی گفتند که این تأسیسات به منظور جلوگیری از ضایعات محصولات زراعتی، حفظ کیفیت تولیدات و افزایش درآمد دهقانان ساخته شده‌اند.
باغداران و مستفیدین از تکمیل این پروژه‌ها ابراز خرسندی کرده و خواستار ادامهٔ پروژه‌های مشابه و مفید در بخش زراعت شدند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت