شیشم بڼ یا په ننګرهار کې د مېوو ملي کلکسیون
دا بڼ، د کرنې وزارت له خوا د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې جوړه شوې ده. بڼوالو او دکرنې زده کړیالانو ته د مېوو ترټولو غوره څېړنیز فارم دی.
په دې بڼ کې د لسګونه ډوله مېوو ونې اېښودل شوي دي. ددې بڼ پراخوالی ۵۰ جریبه ده او تر ټولو نوموتي مېوې یې، مالټې، چکوتره، سنټره، املوک، انځر، زیتون، خرما، لوکات او د لیمو بېلابېل ډولونه دي.