شپږو ولایتونو کې ۷ زره او ۲۰۰ راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو د ویش لړۍ پیل شوه

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۲۴
شپږو ولایتونو کې ۷ زره او ۲۰۰ راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو د ویش لړۍ پیل شوه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي شفقت او مهربانۍ له مخې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هدایت او د اداري او مالي مدیریت په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ګډون په شپږو ولایتونو کې د ۷ زره او ۲۰۰ غریبو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو د ویش بهیر رسماً پیل شو.

د یادې مرستې په ترڅ کې، د کندهار، روزګان، غزني، زابل، دایکندي او پکتیکا ولایتونو مستحقو کورنیو ته د غنمو د ویش چارې پیل شوې دي. مسؤلین وایي، چې د یادو کډوالو د انتخاب او نوم‌لیکنې پروسه تر دې وړاندې په بشپړه توګه ترسره شوې وه او اوس مهال د غنمو وېش عملي پړاو ته داخل شوې ده.

د چارواکو په وینا، د هر ولایت لپاره ۳۰۰ ټنه غنم د ۱۲۰۰ غریبو او راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره ځانګړي شوي دي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلو ګرامه غنم د یوې شفافې، منظمې او عادلانه پروسې له لارې په نږدې ورځو کې ووېشل شي.

راستانه شوي کډوال دغه اقدام پر خپل وخت او پر ځای اقدام بولي او د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی څخه مننه کوي، چې تل یې د راستانه شویو کډوالو او اړمنو کورنیو ملاتړ کړی او دا ځل هم د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه غنم تېر کال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې پېرل شوي وو، چې اوس مهال یې ټاکل شوې اندازه غنم په یادو شپږو ولایتونو کې پر غریبو او نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو باندې د هغوی په خپلو ولایتونو کې ویشل کېږي.

مسؤلین ډاډ ورکوي، چې د مرستو د ویش بهیر به د بشپړې روڼتیا، عدالت او منظم مدیریت تر اصولو لاندې پر مخ ولاړ وي، تر څو مرستې رښتینو مستحقینو ته ورسېږي او د هغوی د ژوند د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې، ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري له خوا دغه بهیر په شمالي ولایتونو کې  پیل شوی او په نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر پیل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت