سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۱۷
سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ آمریت د مسلکي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، روان کال له کندهار ولایت څخه ټولټال ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې دا چاره د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي او د ریحان د کرنې د پراخوالي ښکارندویي کوي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږ کال تولید شوي شات د خصوصي شرکتونو له لوري ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت متخصص عبدالوارث حقمل په وینا، د کندهار د ریحان شات په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري او بهرني پېرېدونکي یې د اخیستلو لپاره زیاته لېوالتیا ښيي.
نوموړي زیاته کړه، چې روان کال په کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له همدې امله د شاتو صادراتو ته هم زمینه برابره شوې او ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت د تازه احصایوي معلوماتو له مخې، روان کال په کندهار کې د شاتو په ټولیز تولید کې ۲۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دې زیاتوالي عمده لاملونه د ریحان او شین شوبي د کرکېلې پراخوالی او له نورو ولایتونو څخه د شاتو د مچیو د عبوري فارمدارانو راتګ بلل کېږي.
عبدالوارث حقمل وایي، چې سږ کال د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه ټولټال ۵۶ ټنه شات تولید شوي، چې له دې جملې څخه ۲۱ ټنه د پسرلي په موسم او ۳۵ ټنه د دوبي په موسم کې تر لاسه شوي دي. د هغه په وینا، د تولید شویو شاتو ډېره برخه د ریحان او شین شوبي له نباتاتو څخه ترلاسه شوې، چې د محلي او عبوري شاتو فارمدارانو له لوري تولید شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په کندهار کې ټولټال ۴۵ ټنه شات تولید شوي وو، خو روان کال د ریحان د کرنې د زیاتوالي او د عبوري فارمدارانو د راتګ له امله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دا چاره نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو کچه هم لوړه کړې ده.

امسال ۲٫۵ تُن عسل از قندهار به کشورهای خارجی صادر شده است
۲۱ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات مسوولان مسلکی آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار، امسال از این ولایت در مجموع ۲٫۵ تُن عسل به کشورهای خارجی صادر شده است که این امر بیانگر افزایش قابل ملاحظه در تولید عسل و گسترش کشت ریحان می‌باشد.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار می‌گوید که عسل تولیدشده امسال از سوی شرکت‌های خصوصی به کشورهای ترکیه، عمان، دوبی، ایران و شماری از کشورهای دیگر صادر گردیده است. عبدالوارث حقمل، متخصص آمریت مالداری ریاست زراعت قندهار می‌گوید که عسل ریحان قندهار در بازارهای بین‌المللی جایگاه ویژه‌ای دارد و خریداران خارجی علاقه‌مندی زیادی به خرید آن نشان می‌دهند.
وی افزود که امسال در قندهار در بخش کشت ریحان و تولید عسل ریحانی نزدیک به ۲۵ درصد افزایش به‌وجود آمده است که در نتیجه آن، زمینه صادرات عسل فراهم شده و ۲٫۵ تُن عسل به کشورهای خارجی انتقال یافته است.
بر بنیاد آمار تازه آمریت مالداری ریاست زراعت قندهار، امسال در مجموع تولید عسل در این ولایت ۲۴٫۴ درصد افزایش یافته است. از عوامل اصلی این افزایش می‌توان به گسترش کشت ریحان و شین‌شوبه و همچنان ورود فارم‌داران عبوری زنبورداری از ولایت‌های دیگر اشاره کرد.
عبدالوارث حقمل می‌گوید که امسال از ولسوالی‌های مختلف قندهار در مجموع ۵۶ تُن عسل تولید شده است که از این میان، ۲۱ تُن در فصل بهار و ۳۵ تُن در فصل تابستان به‌دست آمده است. به گفته وی، بخش عمده عسل تولیدشده از نباتات ریحان و شین‌شوبه حاصل شده که توسط فارم‌داران محلی و عبوری تولید گردیده است.
قابل یادآوری است که سال گذشته در قندهار در مجموع ۴۵ تُن عسل تولید شده بود، اما امسال به دلیل افزایش کشت ریحان و حضور فارم‌داران عبوری، تولید عسل به‌گونه چشم‌گیر افزایش یافته است؛ امری که نه تنها نیاز بازار داخلی را تأمین می‌کند، بلکه سطح صادرات را نیز بالا برده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت