سوېل لویدځ زون کې د غنمو تخمونو د اصلاح کولو په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۳:۱۷
سوېل لویدځ زون کې د غنمو تخمونو د اصلاح کولو په پار هڅې

۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې وروستیو کې د بېلا بېلو برنامو ترڅنګ د تخمونو د کیفیت او کمیت پر اصلاح کار پیل شوی دی، چې سږکال یې هم نږدې ٤٢زره بزګرو ته د غنمو  باکیفیته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلي دي.
د یادو هڅو په دوام، د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو آمریت لخوا، د راتلونکي کال لپاره  دزون په کچه دوو څېړنیزو فارمونو، د خصوصي سکټور د اصلاح شویو تخمونو تصدیو او لسو خصوصی شرکتونو ته زمینه برابره شوې ده، ترڅو خپلو اړونده قراردادي بزګرانو ته د غنمو بېلابېل صنفونه«هستوي، مورني او بنیادي» چې ټولیزه کچه یې  ۲۰۸۴۳۸ کیلوګرامه کېږي اصولآ د کرنې په موخه په واک کې ورکړي دي چې یاد تخمونه په  ۸۳۴۱  جریبه ځمکه باندې کرل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د اټکلیزو معلوماتو پر بنسټ به له یادې ځمکې څخه ۸۳۰۰  متریک ټنه  مورني،  بنیادي  او تصدیقي تخمونه په لاس راشي، چې دغه تخمونه به د لا زیات ترویج او تکثیر په موخه د راتلونکي کال لپاره د زرګونو بزګرو په واک کې ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت