سوداګر سره د سوداګر او حکومت سره د سوداګر غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۵۳
سوداګر سره د سوداګر او حکومت سره د سوداګر غونډه دائره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت د یودېرشم کرنیز او مالدارۍ نندارتون په درېیمه ورځ سوداګر سره د سوداګر او حکومت سره د سودګر غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې  دحکومت په استازیتوب دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، مالي او اداري مرستیال ملااغاجان اخند «حاجي سالم» د کرنیزې پرمختیا صندوق اجرایي رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، او دکرنې وزارت د بېلابېلو برخو استاوز، د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو او دغه راز د خصوصي سکټور په استازیتوب یوشمېر سوداګر او پانګوال حضور درلود.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د کرنې وزارت د پلانونو او کړنو په اړه خبرې وکړې او له سوداګرو او متشبثینو څخه یې وغوښتل، چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې دې د کرنې له وزارت سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» هم د حلال سوداګرۍ او د هغې پر اهمیت خبرې وکړې او له پانګوالو سره یې د کرنې وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د کرنیزې پرمختیا صندوق د اجرائيوي بورد رییس انجنير عبدالغفور غفاري هم د يادې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او په نږدې راتلونکي کې يې د کوچنيو اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د نوي دفتر د پيل خبر وکړ.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ د تولید خونې دارالانشاء رییس انجنیر محمد یوسف قاسمي د سوداګرو په استازیتوب د بزګرانو او مالدارانو د محصولاتو د پلورلو په برخه کې شته ستونزې په ګوته کړې او د لا زیاتو نندارتونونو د جوړولو او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پروسس او بسته بندۍ د معیاري کېدوغوښتنه یې وکړه. 
په ورته وخت کې په دغه پروګرام کې سوداګرو د مسوولینو په حضور کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل، چې د مسوولینو له لوري ورته د حل لازم ډاډ ورکړل شو.
په دغه پروګرام کې دغه راز د چارواکو په حضور کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او نورو کورنیو تولیداتو د پلورلو په برخه کې د سوداګرو ترمنځ د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شول.

نشست تجار با تجار و حکومت با تجار برگزار شد 
۲۸ میزان ۱۴۰۳ ھ.ش
سومین روز سی‌ویکمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت در بادام‌باغ کابل شاهد برگزاری نشستی میان تجار با تجار و تجار با حکومت بود.
در این نشست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ملا آغاجان آخوند حاجی سالم معین مالی و اداری، انجنیر عبدالغفور غفاری رییس هیئت عامل صندوق وجهی انکشاف زراعتی و روئسای بخش‌های مختلف وزارت زراعت به نمایندگی از حکومت و مسوولان اتاق تولیدات زراعت و مالداری و تجار و متشبثین به نمایندگی از سکتور خصوصی حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در این نشست پیرامون برنامه‌ها و کارکردهای وزارت زراعت جهت حل مشکلات دهقانان و مالدران و رشد و انکشاف دهی سکتور زراعت و مالداری سخن زده و از تجار و متشبثین خواست که در بازاریابی و فروش تولیدات زراعتی و مالداری با وزارت زراعت همکاری نمایند.
در همین حالا ملا آغاجان آخند حاجی سالم معین مالی و اداری وزارت زراعت نیز در مورد تجارت حلال و اهمیت آن صحبت کرده و اطمینان همکاری همه جانبه را از سوی وزارت زراعت با سرمایه‌گذاران سپرد.
در ادامه انجنیر عبدالغفور غفاری رییس هیئت عامل صندوق وجهی انکشاف زراعتی نیز پیرامون خدمات تمویل مالی اسلامی نهاد متذکره معلومات اراییه کرده و از آغاز فعالیت یک اداره جدید جهت ارایه خدمات مالی اسلامی کوچک در آیند نزدیک خبرداد.
در همین حال انجنیر محمد یوسف قاسمی رییس دارالانشاء اتاق تولیدات زراعت و مالداری به نمایندگی از تجار مشکلات موجود فراهم راه  فروش محصولات دهقانان و مالدارن را بیان کرده و خواستار برگزاری نمایشگاه‌های بیشتر و فراهم سازی زمینه های معیار سازی پروسس و بسته‌بندی محصولات زراعتی و مالداری شد.

در عین حال تجار در این برنامه مشکلات و پیشنهادات شأن را با حضور مسئولان مطرح کردند که از سوی مسولان اطمینان لازم برایشان سپرده شد.
در این برنامه همچنان قرارداد‌های عقد شده میان تجار به ارزش صدهاهزار دالر در زمینه فروش محصولات زراعتی و مالداری و سایر تولیدات داخلی با حضور مسئولان به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د کندهار خاکریز کې د ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادرارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۳
Background image

لغمان کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوراک او کرنې نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۱
Background image

لغمان کې د څه‌باندې ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو مرسته وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د اکشن ایډ مؤسسې له خوا د مرکز مهترلام په ۱۴ ښځینه بزګر ګروپونو د سبزیجاتو او مېوو. . .

بازگشت