سرپل کې د کرنیزو درملو زېرمه تون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۳:۵۳
گدام ادویه‌جات زراعتی سرپل به بهره‌برداری سپرده شد
 
۱۵ وږی ۱۳۹۹
د سرپل ولایت د نباتاتو خوندي کولو د کرنیزو درملو زېرمتون، ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل والي عبدالقادر اشنا وایي، چې دغه زېرمه تون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې درې مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. هغه وویل: «ددې زېرمه تون د جوړولو موخه د کرنیزو درملو خوندي توب او ښه کیفیت لرونکي کرنیز توکي تولیدول دي.» هغه وویل، چې تر دې وروسته ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو بزګران او بڼوال کولا شي، چې له دغو درملو ګټه پورته کړي او خپل کروندې او بڼونه له ناروغیو خوندي وساتي.
ښاغلی اشنا زیاته کړه، چې د سرپل ولایت نږدې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د سرپل ولایت ښه اقلیم ددې لامل شوی، چې ددې ولایت بزګران او بڼوال ښه او ډېر محصولات ترلاسه کړي.
د سرپل والي وویل، چې په دې ولایت کې د کرنیزو درملو زېرمه تون جوړول اساسي اړتیا وه، تر څو د کرنې ریاست وکولا شي، چې کرنیز درمل پر خپل وخت د بزګرانو او بڼوالو په واک کې ورکړي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

بازگشت