سرپل کې د زعفرانو ګل لومړنۍ جشنواره پرانیستل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۳:۱۸
سرپل کې د زعفرانو ګل لومړنۍ جشنواره پرانیستل شوه


۷ لېندۍ ۱۳۹۸
سرپل کې د زعفرانو لومړنۍ جشنواره پرون پرانیستل شوه. په دې جشنواره کې د سرپل والي عبدالقادر آشنا، په ملي او ولایتي شوراکي د خلکو استازي، د دولتي ادارو رییسانو، مېرمنې او ځوانان ګډون درلود.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا وویل: «ددې غونډې ټولو ګډونوالو او زعفران کارانو ته د زعفرانو ګل د لومړنۍ جشنوارې مبارکي وایم. سرپل ولایت د ښه هوا او اوبو په درلودو سره په هېواد کې د زعفرانو د تولید په برخه کې درېیم ځای لري.»
د سرپل والي وویل:«ددې ترڅنګ چې د زعفرانو کرکېله بزګرانو لپاره د عوایدو ښه سرچینه ده، سلګونو نارینه او ښځینه و ته د کار زمینه هم برابروي.»
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسلیم رنجبر دغه اراز وویل: «روان کال د سرپل په ۶۰ جریبه ځمکه کې د زعفرانو کرکېله شوې وه او په وروستیو پنځو کلونو کې کابو ۷۰ کیلو ګرامه زعفران تر لاسه شوي دي.»

ښاغلي رنجبر وویل، چې په سرپل ولایت کې د تېرکال په پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د سرپل د کرنې رییس وویل، چې یاده جشنواره زعفرانو کرکېلي ته د بزګرانو د هڅولو په پار په لاره اچول شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت