سروبي کې د باراني اوبو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۱:۲۰
سروبي کې د باراني اوبو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي ولسوالی په یخډنډ او ګازونو سیمو کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په همکارۍ د باراني اوبو د مدیریت په پار د چکډمونو پروژې چارې پیل شوي دي.
د کابل دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو پروژو څخه د لیدنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته د پروژو د لا ښه پلي کېدو په پار لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
ددغو پروژو په ترڅ کې لسګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې، چې موخه د باراني اوبو مدیریت او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې زیاتول او مالدارانو او بزګران ته د دوی د اړتیا وړ اوبه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت