سبو کرکېلي ته د هلمندي کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۱۲:۲۹
سبو کرکېلي ته د هلمندي کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې

۶ وری ۱۳۹۹
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سبو کروندې ډېرې شوي او سبو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د هلمند ولایت کروندګر په ټولو موسمونو کې د سبو، حبوباتو او نور ډول ډول نباتاتو کرکېله کوي، چې د خپلو کورنیو د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یو شمېر ولایتونو ته یې هم صادروي.
هغه وویل، چې هلمند کې د سبو کرکېله ورځ تر بلې ډېریږي، چې ددې ولایت د اړتیا تر څنګ نورو ګاونډویو ولایتونو ته هم صادریږي. ښاغلي الکو وویل، چې سږکال په هلمند کې نږدې ۶۲۰ هکټاره ځمکه کې مارکو کدو کرل شوي، چې هر هکټار یې د ۱۴ مټریک ټنو په تولید سره به نږدې ۸۶۸۰ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راشي. د هغه په خبره اوسمهال، چې په هلمند کې د مارو کدو د حاصل وخت دی له دې ولایت څخه هره ورځ له ۳۰ تر ۵۰ مټریک ټنه مارو کدو ګاونډیو ولایتونو ته صادریږي.
ښاغلي الکو وويل، د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې تل د بزګرانو په چوپړ کې ده او ددې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په هره برخه کې د هلمندي بزګرانو ملاتړ کوي او د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار د درملو په وېشلو سره یې هڅه داده، چې ددې ولایت کرنیز توکي ډېر او کرنه پرمختګ وکړي تر څو کرنیز تولیدات ډېر او یاد ولایت د کرنیزو توکو له پلوه پرځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۱۳:۲۸
Background image

بامیان کې د ۲۲۵.۶ میلیونه کرنیزو پورونو وېش پیل شو


۳۱ غویی ۱۳۹۹
د بامیانو لایت بزګرانو لپاره د پور ورکولو پروګرام، ددې ولایت والي، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او ددې ولایت د کوپراټیفونو په شتون کې پیل شو.
د بامیانو ولایت د کرنې،. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۸:۲۳
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: په دې ولایت کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي

د ننګرهار د کرنې ریاست:
په دې ولایت کې ۲۵۳ ډوله مېوې حاصل ورکوي
۳۰ غویی ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې، اووه ملي کلکسیونونه شتون لري، چې په کې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۰:۱۱
Background image

ارزګان کې پر څلور زره بزګرانو د سبو تخمونه وېشل کیږي

۳۰ غویی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د « ANCC» همکارې موسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي لګښت د ارزګان پر څلور زره بزګرانو کرنیزې بستې او د حبوباتو او. . .

بازگشت