زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ فراه کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۲
زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ فراه کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو


۲۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «سي،اچ،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز او بالابلوک ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو د زعفران پیاز وېشلي دي.
د فراه د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر۲۰۰ بزګرانو ۲۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز او ۱۳ قلمه توکي د زعفرانو د کرکېلي او ټولولو توکي وېشل شوي دي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکیلې دودل دي.
فراه د زعفرانو تولید لپاره مناسب اقلیم لري، چې تر دې مخکې هم په دې ولایت کې د زعفرانو کرودې ښه پایله ورکړې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت