زابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۱
زابل کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د زابل د امارتي (سلطاني) عامه، مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس مولوي عطاءالله راشد په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم د زابل د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه، مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، د زابل د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د زابل ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
همدارنګه تخنیکي کمیټې د تیرې غونډې د ترسره شوو پریکړو په اړه مربوطه مراجعو ته  تعقیبي هدایتونه ورکړل.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت