روسیه مېشتو افغان پانګه‌والو سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۶
دیدار هیئت وزارت زراعت با سرمایه‌گذاران افغان مقیم روسیه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه او د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې فرصتونو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
دغه ناسته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د هېواد د کرنیزو سکټورونو اوسنی وضعیت او د وروستیو کلونو لاسته راوړنې وڅېړل شوې. نوموړي په خپلو خبرو کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بڼوالۍ د پراختیا، د اوبو لګولو د سیستمونو د ښه‌والي او د نباتي برخې د پیاوړتیا یادونه وکړه. همدارنګه یې د مالدارۍ په سکټور کې د پام وړ پرمختګونو ته اشاره وکړه، چې پکې د حیواني روغتیا ښه‌والی، د لبنیاتو او غوښې تولید زیاتوالی او د مالدارۍ د خدماتو پراختیا شامله ده.
په دوام کې، د کرنې وزارت پلاوي د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، د لبنیاتو او غوښې د پروسس او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د ارزښت‌ځنځیر د پراختیا په برخو کې د پراخو پانګونې فرصتونو پر موجودیت ټینګار وکړ او له افغان پانګه‌والو یې وغوښتل، څو دننه په هېواد کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
بل لور ته، په روسیه کې مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو د وړاندې شویو معلوماتو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې به پانګونې ته لا زیاته پاملرنه وکړي. هغوی همدارنګه د لبنیاتو او غوښې د تولید، د صادراتو د پراختیا او د بازارونو د پراخولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل.
په پای کې، دواړو لورو د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د چټک پرمختګ، د اقتصادي بنسټونو د ټینګښت او د هېواد د دوامدار پرمختګ پر لور مهم عامل وباله.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

بازگشت