روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مقام رییس دفتر حافظ زبیر احمد موسی‌زی، د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد، د قدرتي سرچینو آمر مولوي عبدالمنان فاروقي، د کرنیزو چارو آمر مولوي اسدالله اسد او د ځمکو چارو آمر ملا محمد صدیق منهاج ګډون درلود. 
د روزګان د کرنې رییس مولوي عطاءالله راشد د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د نیالګي کېنول او روزل صدقه جاريه ده او هر روزګانی وګړی باید هڅه وکړي، چې نیالګي کېنوي او پالنه یې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې نیالګي د هوا په تصفیه، د چاپېریال په ښکلا، د اقلیم په ښه والي او د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.
د روزګان د کرنې ریاست مسؤلین وايي، سږکال به د دغه ریاست اړوند دولتي قوریو او شخصي قوریو څخه ټولټال ۱۲۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول او پر زرګونو بزګرانو ووېشل شي. دوی له خلکو وغوښتل، چې د دولتي نیالګیو تر څنګ دې په شخصي نوښت هم د نیالګیو کېنولو ته مخه کړي، څو په ګډه د ولایت زرغونتیا او اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابره شي.
مسؤلین همداراز زیاتوي، چې د راتلونکو کلونو لپاره به په روزګان کې د شخصي قوریو لرونکو د ملاتړ په موخه له هغوی څخه نیالګي وپېرل شي، تر څو هم د کورنیو عاید لوړ شي او هم د نیالګیو تولید پراخ شي.
بل لور ته هغه روزګاني بزګران چې تازه یې د کرنې ریاست څخه نوي نیالګي ترلاسه کړي، خوښي څرګندوي او وايي چې د بڼونو جوړولو لپاره د روزګان له اقلیم سره سم مناسب نیالګي ورکړل شوي، چې د حاصل ښه تمه ترې کېدای شي.
دا کمپاین په داسې حال کې پيلېږي چې د تېرو څو کلونو پرله‌پسې وچکالیو په روزګان کې ګڼ شمېر لوی او کوچني بڼونه سخت زیانمن کړي او یا یې له منځه وړي دي. د کرنې ریاست هیله څرګندوي چې د نیالګیو کېنولو دا لړۍ به د چاپېریال ساتنې، د بڼوالو د ملاتړ او د ولایت د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزمن تمامه شي.


آغاز کمپاین گسترده نهال‌شانی در ارزگان تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است»
۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان کمپاین سالانه نهال‌شانی را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» به‌گونه رسمی آغاز کرد.
در مراسم افتتاح این کمپاین، حافظ زبیر احمد موسی‌زی رئیس دفتر مقام ولایت، مولوی عطاءالله راشد رئیس زراعت، مولوی عبدالمنان فاروقی آمر منابع طبیعی، مولوی اسدالله اسد آمر امور زراعتی و ملا محمد صدیق منهاج آمر امور اراضی حضور داشتند.
مولوی عطاءالله راشد رئیس زراعت ارزگان در این مراسم گفت که غرس و پرورش نهال صدقه جاریه است و هر باشنده ارزگان باید تلاش کند تا نهال غرس کرده و از آن نگهداری نماید. وی افزود که نهال‌ها در تصفیه هوا، زیبایی محیط زیست، بهبود اقلیم و جلوگیری از انواع امراض نقش مهم دارند.
مسئولان ریاست زراعت ارزگان می‌گویند که در سال جاری، در مجموع ۱۲۰ هزار اصله نهال مثمر و غیرمثمر از قوریه‌های دولتی و خصوصی این ریاست غرس و بر هزاران دهقان توزیع خواهد شد. آنان از مردم خواستند تا در کنار نهال‌های دولتی، به‌صورت شخصی نیز به غرس نهال اقدام کنند تا زمینه سرسبزی ولایت و تقویت اقتصاد فراهم گردد.
همچنان مسئولان افزودند که برای سال‌های آینده، به‌منظور حمایت از قوریه‌داران خصوصی، نهال‌ها از آنان خریداری خواهد شد تا هم عواید خانواده‌ها افزایش یابد و هم تولید نهال گسترش پیدا کند.
از سوی دیگر، دهقانانی که به‌تازگی از ریاست زراعت نهال دریافت کرده‌اند، ابراز خرسندی نموده و می‌گویند که نهال‌های توزیع‌شده متناسب با اقلیم ارزگان بوده و امید می‌رود حاصل خوبی داشته باشد.
این کمپاین در حالی آغاز می‌شود که خشک‌سالی‌های پی‌هم در سال‌های گذشته باعث آسیب جدی به باغ‌های کوچک و بزرگ در این ولایت شده است. ریاست زراعت ابراز امیدواری می‌کند که این روند نهال‌شانی در حفاظت محیط زیست، حمایت از باغداران و رشد اقتصادی ولایت مؤثر واقع شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت