د ۱۴۰۳ یم کال د کرنیزو محصولاتو یو دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۴۳
د ۱۴۰۳ یم کال د کرنیزو محصولاتو یو دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو یو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د تلې میاشتې له ۲۵ تر ۲۸ نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
 په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د کرنیزو محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۳ یم کال د وږي له ۱۹ د تلې تر ۲۴ مې نېټې پورې وېشل کېږي.
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت