د ۱۴۰۲ یم کال د تشکیل چمتو کولو په پار دکرنې وزارت د رهبرۍ غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۹:۴۱
د ۱۴۰۲ یم کال د تشکیل چمتو کولو په پار دکرنې وزارت د رهبرۍ غونډه دائره شوه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ دکرنې وزارت د ۱۴۰۲یم کال د تشکیل چمتوکولو په موخه د رهبرۍ غونډه دائره شوه.
دا غونډه، چې دکرنې وزارت د عبدالوکیل خان په تالار کې جوړه شوې وه، په کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او دکرنې وزارت مرکزي رییسانو حضور درلود.
د غونډې په پیل کې  ګمارل شوی کمېټه د راتلونکی کال د تشکیل طرحه دکرنې وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل او وروسته د غونډې کډونوالو په ځانګړو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
دکرنې وزیر د ځنګلونو ساتنې، خوندي شویو سیمو، څېړنیزو فارمونو او د عشر او ذکاتو راټولولو په برخو کې د نویو ریاستونو او بستونو پر ایجادولو او نورو اړینو موضوعاتو خبرې وکړې او سپارښتنه یې وکړه، چې په تشکیل کې باید ځآی پرځای شي.
دغه راز دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د کرنې وزارت د ۱۴۰۲یم کال د تشکیل د طرحې په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: « یاد تشکیل د متخصصینو د زیاتو هلوځلو په ترڅ کې تدوین شوی دی، چې کولای شي د کرنې سکټور ډېری شته ستونزې حل کړي.»

جلسه رهبری وزارت زراعت در مورد ترتیب تشکیل سال ۱۴۰۲ برگزار شد
۳ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون ترتیب  طرح تشکیل سال ۱۴۰۲ تحت سرپرستی مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت دایر شد.
این جلسه در تالار عبدالوکیل‌خان وزارت زراعت دایر شده بود و در آن مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری و روساء مرکزی وزارت حضور داشتند.
در نخست کمیته موظف طرح تشکیل سال آینده را خدمت رهبری وزارت زراعت پیشکش نمود و بعدا حاضرین مجلس نظریات و پیشنهادات خویش را در موارد مشخص شریک ساختند.
وزیر زراعت نیز در مورد ایجاد ریاست‌ها و بست‌های جدید پیرامون حفاظت از جنگلات، ساحات حفاظت شده، فارم‌های تحقیقاتی، جمع‌آوری عشر و زکات و موارد ضروری صحبت نمود و هدایت داد  تا در تشکیل جاه داده‌شود.
همچنان مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد طرح تشکیل سال 1402 وزارت زراعت معلوام ارایه کرده افزود" طرح  موجود می‌تواند بخش زیادی از مشکلات فعلی سکتور زراعت را حل نماید و متخصصین آن با تلاش‌های زیاد آن را تدوین نموده‌اند".

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت