د کیمیاوي او عضوي سرې کمېټې غونډه د کیمیاوي او عضوي سرې تولید په اړه د پرېکړې کولو په موخه جوړه شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۴۰
د کیمیاوي او عضوي سرې کمېټې غونډه د کیمیاوي او عضوي سرې تولید په اړه د پرېکړې کولو په موخه جوړه شوه  

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د سرې کمېټې غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کیمیاوي او عضوي سرې د تولید خصوصي شرکتونو له لوري د کیمیاوي سرې د تولید د څرنګوالي په اړه پرېکړې ته د رسېدو لپاره جوړه شوه.  
دا غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ معینیت په تالار کې د نباتاتو د ساتنې او کرنتین رئیس مولوي ادریس حنیف، د عمومي کرنیزو څېړنو سلاکار حبیب الرحمن شیرزاد غوربندي، ، د خاورې د څېړنو رئیس صبغت الله رحیمي او یو شمېر متخصصینو په ګډون جوړه شوه.  
په دې غونډه کې د تولیدونکو شرکتونو له لوري د کیمیاوي سرې د تولید څرنګوالي، د کوکولي سرې د څېړنو پایلو، د شین زر ایګریکلچر ټرېډنګ شرکت د ایچ بي ۱۰۱(HB-101) محصول او د دنیا الکاینات معدني موادو سوداګریز او لابراتواري شرکت له لوري د عضوي اوبلن کوډ واردولو څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله شول او اړینې پرېکړې وشوې.  
متخصصینو همدارنګه په کرنه کې د کوکولي او ایچ بي (HB) کیمیاوي کوډ د کیفیت، ارزښت او ګټو په اړه خبرې وکړې.  
د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدر اعظم عثماني ملت ته خدمت کول د هر افغان وجیبه وبلله او ویې ویل: چې مخلصانه او صادقانه خدمت د الله په نزد ډېر اجر لري. هغه د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د اندیشه ارمان، زاهد بارکزي، حبیب الرحمن رسولي، شین زر ایګریکلچر شرکتونو د کیمیاوي، کوکولي او ایچ بي (HB) سرو د تولید او د دنیا الکاینات معدني موادو لابراتور په اړه دقیقې څېړنې او ارزونې وروسته، که چېرې د هېواد د خاورو لپاره ګټور وي، د فعالیت جواز ورکړي.

نشست کمیته کود کیمیاوی و عضوی به منظور اتخاذ تصمیم در مورد تولید کود کیمیاوی و عضوی برگزار شد 
۵ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه کمیته کود به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، به منظور اتخاذ تصمیم در مورد چگونگی تولید کود کیمیاوی از سوی شرکت‌های اندیشه تولید کود کیمیاوی و عضویی خصوصی در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه در تالار معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور مولوی ادریس حنیف رئیس حفاظت نباتات و قرنطین، حبیب الرحمن شیرزاد غوربندی مشاور ریاست عمومی تحقیقات زراعتی، صبغت الله رحیمی رئیس تحقیقات خاکشناسی و شماری از متخصصین تشکیل گردید.
در این جلسه، چگونگی تولید کود کیمیاوی توسط شرکت‌های تولیدکننده، از جمله بررسی نتایج تحقیق کود کوکولی، بررسی محصول (HB-101) شرکت شین زر ایگریکلچر تریدینگ و چگونگی واردات کود عضوی مایع از شرکت تجارتی و لابراتواری مواد معدنی دنیا الکاینات مورد بحث و تبادل نظر قرار گرفت و تصمیمات لازم اتخاذ شد.
متخصصین همچنین در مورد کیفیت و ارزش کود کیمیاوی کوکولی و HB برای کشت زراعت و مفید بودن آن صحبت کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، خدمت به ملت را وظیفه هر افغان دانسته و بیان کرد که خدمت صادقانه و با اخلاص، اجر بیشتری در نزد الله دارد. وی به اعضای کمیته هدایت داد که پس از تحقیق و بررسی دقیق در مورد تولید کودهای کیمیاوی، کود کوکولی و HB شرکت‌های اندیشه آرمان، زاهد بارکزی، حبیب الرحمن رسولی، شین زر ایگریکلچر و لابراتور مواد معدنی دنیا الکاینات، در صورت مفید بودن برای خاک‌های کشور، جواز فعالیت داده شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت