د کونړ وټه‌پور کې د مېوه لرونکو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۸
د کونړ وټه‌پور کې د مېوه لرونکو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د شپول همکارې مووسسې له لوري نن په وټه‌پور ولسوالۍ کې د مېوه لرونکو نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو.
د دې کمپاین په ترڅ کې به په وټه‌پور، غازي‌آباد او مرکز کې ۹۰ جریبه باغونه جوړ شي او بڼوالو ته به کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ کیټونه ووېشل شي.
د کمپاین د پرانیستې پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي سلاکار سید حفیظ ‌الله پاچا بڼوالو ته د بڼونو د ارزښت او تخنیکي مسایلو په اړه مشورې ورکړې.
همداراز، د کرنیزو چارو آمر نجیب‌الله (عادل) د مېوه لرونکو نیالګیو د اېښودلو، د څانګو پرې کولو او د حاصل راټولولو په اړه بڼوالو ته لازم معلومات ورکړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت