د کونړ سرکاڼو کې د اوبولګولو پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۰:۲۹
د کونړ سرکاڼو کې د اوبولګولو پروژې چارې پیل شوې

د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان دکلیو د بیارغونې ادارې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سرکاڼو ولسوالی په سونګړۍ سیمه کې د سربندونو، اوبوزېرمو، تراسونو او ۳۰ متره استنادي دېوال رغنیزې چارې پیل شوي دي.
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرآقا«پیرحبیب الرحمن» وویل، چې ددې پروژې په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالی اوسېدونکو ته د لنډمهال لپاره د کار زمینه هم برابره شوې، چې په ترڅ کې به یې ددغو ولسوالیو یوشمېر سربنونه، د اوبوزېرمې، تراسونه او استنادي دېوال په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
د کونړ دکرنې رییس وول: «کونړ د نورو ولایتونو په پرتله سخت ځپل شوی دی، د ولسونو ضرورتونه او اړتیاوې هم زیاتې دي، نو اړینه ده چې ددې ولایت د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې موثرې اقتصادي پروژې پلي شي.»
ددې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته د کار زمینه برابرول، د اوبو د ضایعاتو مخنیوي او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت