د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۵۳۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۰:۲۲
د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۵۳۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړېږي

۳۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو  شینوارو ولسوالی کې  «اسیا کې  د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې» په همکارۍ ۵۳۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړېږي. 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته به ۳۰ قطعې کورني چرګان ،  ۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه  او  ۱۶۸  ډالره معادل افغانۍ په دوه قسطونو کې  نغدي پیسې ورکړل شي.
محمد وویل د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت