د کندهار کوکران څېړنیز فارم کې په ګڼو تیلې او صنعتي نباتاتو څېړنې روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۳۲
د کندهار کوکران څېړنیز فارم کې په ګڼو تیلې او صنعتي نباتاتو څېړنې روانې دي

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د کوکران څېړنیز فارم کي پر ګڼو تېلي او صنعتي بوټو څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې د پسرلنیو نباتاتو لکه زغر،کونځله، شنه مۍ، ممپلۍ،  پنبه،  سویابین، شړشم او لمر ګل ننداریزې کروندې جوړ شوي او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
تر څېړنو او د مثبتو پایلو ترلاسه کولو وروسته بیا ترلاسه سوي تخمونه د کرنې وزارت مقام د ځانګړې کړنلارې له مخې خصوصي او نیمه امارتي کرنیزو تصدیو ته په واک کي ورکول کېږي، تر څو هغوی یې تکثیر او بیا یې تر بزګرو پورې ورسوي.
د کندهار دکرنې ریاست په پام کې لري، چې په کندهار کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت