د کندهار ژړۍ کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځۍ او قصابۍ وڅارل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۲:۱
د کندهار ژړۍ کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځۍ او قصابۍ وڅارل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت د ژړۍ ولسوالی یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه او قصابۍ وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي ته پاملرنه وکړي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونه نوي کړي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي.
په همدې حال کې یادو چارواکو د دې ولسوالی له یو شمېر قصابیو څخه هم څارنه او ارزونه ترسره کړه. 
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او اړونده قصابانو ته په مسلخ (مذبح) کې د څارویو د حلالولو توصیه ده.  
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت