د کندهار ژړۍ کې سلګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۵۵
د کندهار ژړۍ کې سلګونه بزګران وروزل شول

۷ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکټېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ژړۍ ولسوالی ۱۵۰۰ بزګرانو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د پرمختللو میتودونو څخه ګټه اخیستل، له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول، د کښت حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د آفتونو او ناروغیو په وړاندې مبارزه کول ښودل شوي دي.
یاده دې وي، چې دغو روزل شویو بزګرانو ته یوه اوونۍ مخکې د اصلاح شویو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې، ترڅو د روان کال لپاره کرنه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار د غورک په ولسوالی کې هم ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې مناسب استعمال او دې ته ورته برخو کې روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت