د کندهار په ۱۲ ولسوالیو کې د نصف عشر تر نامه لاندې سمینارونه دائرېږي
د کندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په لارښونه د کندهار په ۱۲ ولسوالیو کې د نصف عشر تر نامه لاندې هرې ولسوالۍ ته یو ورځنۍ سمینار دائرېږي.
په یادو ولسوالیو کې شاولیکوټ، لوړ شاولیکوټ، خاکریز، معروف، ارغستان، ژړۍ، ارغنداب، نیش، میانشین، پنجوائې، دامان، او ډنډ ولسوالۍ شاملې دي.
د یاد سمینارونو په ترڅ کې د ولسوالیو بزګرانو، د کلیو مخورو مشرانو او علما کرامو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان تطبیق په هکله پوهاوی ورکول کېږي او د علماوو څخه په یاده برخه کې د هر ډول همکاري غوښتنه کېږي، چې په یاده برخه کې د اسلامي امارت سره همکار پاته شي.
د یادونۍ وړ ده، چې د یادو لسوالیو څخه کښته شاولیکوټ، لوړ شاولیکوټ، خاکریز، پنجوائې او نیش ولسوالیو ته د نصف عشر تر نامه لاندې سمینارونه دائر شوي دي او پاتې نورو ولسوالیو ته به په راتلونکو ورځو کې سمینارونه دائر شي.