د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۸:۳۶
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم، یاد ولسوالۍ ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او ورسره مل پلاوې د سفر په ترڅ کې او د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ستر فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړه شوې ده.
دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري.
کندهار له هغو ولایتونو څخه دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري.
په کندهار ولایت کې د کبانو د غوښې د تولید کلنۍ وړتیا، څه باندې شپږ زره ټنه ده.
باید وویل شي، چې د کندهار په ولایت کې د کبانو د بچیو د پالني په برخه کې د فارمونو په جوړولو کې پانګونې په پراخېدو دي.
---
یک فارم بزرگ ماهی‌پروری در ولسوالی دامان قندهار به بهره‌برداری سپرده شد
۱۸ سرطان ۱۳۹۹
یک فارم بزرگ ماهی‌پروری در ولسوالی دامان ولایت قندهار، در سفر حشمت‌الله غفوری، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و هیات همراهش به این ولسوالی و با اشتراک عبدالحنان منیب معاون والی قندهار به بهره‌برداری رسید.
این فارم بزرگ در منطقه‌ی انارباغ قلعه‌چه‌ی ولسوالی دامان توسط پروژه‌ی ملی باغداری و مالداری وزارت زراعت ساخته شده است.
این فارم در ۴۲ جریب زمین و با هزینه‌ی مجموعی ۶.۳ میلیون افغانی ساخته شده است.
این فارم یکی از بزرگ‌ترین فارم‌های ماهی در کشور است و ظرفیت پرورش دو میلیون جوجه‌ماهی را دارد.
قندهار از شمار ولایت‌هایی است که بیش‌ترین فارم‌های ماهی‌پروری را دارد.
سالانه ظرفیت تولید گوشت ماهی در ولایت قندهار، بیش از شش هزار متریک تن است.
باید گفت که در ولایت قندهار، سرمایه‌گذاری‌ها در بخش ساخت فارم‌های پرورش جوجه‌ماهی، در حال گسترش است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د ازبکستان هېواد د مالي همکارۍ په پایله کې، د یاد ولایت په مرکز مهترلام او پنځو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۴۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست د ولسوالیو یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت په لارښونه د پکتیکا ولایت د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست لخواه د دی ولایت د ۲۰ ولسوالیو کاروونکو ته. . .

بازگشت