د کندهار په ارغنداب کې ۲۰۰ بڼوالو ته د آفتونو ضد درملو جوړول وښودل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۲۲
د کندهار په ارغنداب کې ۲۰۰ بڼوالو ته د آفتونو ضد درملو جوړول وښودل شول

د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د (سي. ایچ. ای) مووسسې، په ارغنداب ولسوالۍ کې ۲۰۰  بڼوالو ته د آفتونو ضد د نبات ساقو سپینولو درملو جوړول وښودل.
  یادو بڼوالو ته په ۱۰ حوزو کې د ۲۰۰ جریبه ځمکې پر مختلفو مېوو بڼونه جوړ شوي وو. د دې بڼونو د ښې روزنې په موخه پر وخت عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي وو.
 اوس د آفتونو د مخنیوي لپاره د درملو جوړولو روزنه ورکړل شوه، چې هدف یې د بڼوالو سره په خپلو بڼونو کې د آفتونو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کول او د محصولاتو کیفیت او حاصل ښه کول دي. 
  د دې روزنې موخه د بڼوالو په مسلکي توګه د آفت ضد درملو په کارولو کې پیاوړي کول دي، ترڅو د خپلو بڼونو او مېوو ساتنه وکړي. د کرنې ریاست تل بڼوالو ته پاملرنه کړې، هغوی ته یې د بڼ جوړونې او آفتونو مخنیوي په موخه روزنې ورکړي، ترڅو له خپلو بڼونو څخه زیات حاصل ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت