د کندهار پنجوایې کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۵۴
د کندهار پنجوایې کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې د یاد ریاست د پراختیایې بودیجې له لارې ددې ولایت د پنجوایې ولسوالی د بدوان په سیمه کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال رغنیزې چارې پیل شوي دي. 
 دغه دېوال چې ۲۶۵ متره اوږدوالې، ۱.۵ متره پراخوالې او ۳ متره جګوالې ولري، چې د دوو میاشتو په اوږدو کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یاد دېوال د رغنیزو چارو په ترڅ کې اتو کسانو ته په فني او ۵۰ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه برابره شوې ده او ترڅنګ یې د کارونو د ښه ترسراوی په موخه د مؤثره ماشینري څخه هم ګټه پورته کېږي.
دغه استنادي دېوال د ارغنداب ولسوالی له رود څخه د پنجوایې ولسوالی د بدوان ویالۍ ژغورل او ساتنه، د پنجوایې ولسوالی بزګرانو او مالدارانو ستونزه په اساسي او دوامداره توګه حلول او اوبو اسانتیاوې رامنځته کولو په موخه جوړېږي.
په ورته وخت کې، د پنجوایې  ولسوالی ځایې اوسېدونکي د کندهار د کرنې ریاست څخه خوښي څرګندوی، چې د اوبو رسولو په موخه ورته اسانتیاوې برابرېږي، چې ورسره سم به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي. 
د یادونې وړ ده چې موده مخکې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) په مالي ملاتړ، د کندهار دخاکریز په ولسوالی کې د ۱۱۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانال د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت