د کندهار پنجوایي کې ۶۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۱:۵
د کندهار پنجوایي کې ۶۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (او. ایچ ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار د پنجوایي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی ۶۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په پنجوایي ولسوالی کې دوه  زره اړمنو بزګرانو سره دې ته ورته مرسته ترسره شوې وه، چې وروسره سم یې دوهمه پروسه هم بشپړه شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د کرنې وزارت او د افغانستان بانک د همغږۍ ناسته ترسره شوه


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان بانک د چارواکو ترمنځ کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي تمویلاتو د وړاندې کولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بلخ ته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د مالدارۍ خدماتو او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي محمد ذاکرالله ذاکر او د وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی په ترکیه کې د ټیکا له لوی رییس سره وکتل


۱۷ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې ته. . .

بازگشت