د کندهار پنجوايي کې پر ۱۰۰ بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۱:۲۶
د کندهار پنجوايي کې پر ۱۰۰ بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوايي ولسوالی پر ۱۰۰ بزګرانو کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوې، چې ورسره به د یادو بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.
د چارواکو په خبره دغه کیمیاوي سرې پرهغو بزګرانو وېشل شوي دي، چې تر دې وړاندې دوی ته د غنمو اصلاح شوي تخم هم ورکړل شوې وه.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي له لارې د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت