د کندهار نېش کې پر لسګونو بزګرانو د جوارو تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱
د کندهار نېش کې پر لسګونو بزګرانو د جوارو تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د کندهار کډوالو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش ولسوالی ۱۳۰ تنه بېوزلو بزګرانو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش په موخه د نوم لیکني لړۍ ترسره شوه.

د چارواکو په خبره، د نوم لیکني تر بشپړېدو وروسته به په راتلونکي نږدې وختونو کې هر انتخاب شوي بزګر ته ۱۲ کیلو د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شي. همدارنګه له انتخاب شویو بزګرانو څخه به ۷ تنو ته عضوي سره او ۶ تنو ته د کمپوسټ جوړولو توکي هم ورکړل شي.

د یادې مرستي موخه د اصلاح شویو تخمونو، عضوي سرې او کمپوسټ جوړولو رواجول، د اړمنو بزګرانو ملاتړ او د کمي ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه کول دي.

د یادونې وړ ده، چې یاده مرسته به په نږدې وختونو کې انتخاب شویو بزګرانو ته ووېشل شي، تر څو وکولای شي د روان کال لپاره خپله کرنه پر وخت ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونه وېشل کېږي 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او. . .

بازگشت