د کندهار نېش کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۲۱
د کندهار نېش کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې د یاد ریاست د پراختیایې بودیجې له لارې ددې ولایت د نېش ولسوالی د میانګو په سیمه کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد کانال د ګټي اخیستني په پار مراسمو کې د کندهار دکرنې ریاست چارواکي، د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو او د یادې ولسوالی مسوولینو او ولسي خلکو ګډون درلود.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت؛ انجنیر نورمحمد همکار وویل، چې یاد کانال د پنځو میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې ۳.۵ کیلومتره اوږدوالی، په پیل کې ۵.۵ او په پای کې ۱.۵ متره سور او ۱.۴۰ متر جګوالي لري، چې د جوړیدلو په ترڅ کې یې ۷ کسانو ته په فني او ۲۵ کسانو ته په غیر فني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ښاغلي همکار زیاته کړه، چې یاد کانال به د نېش ولسوالۍ میانکو سیمې څخه د نېش ولسوالۍ یو شمیر وچو او دښتي سیمو ته اوبه ولېږدوي، چې ورسره سم به د زیاتو کروندګرو ستونزې هوارې شي. 
د یادونې وړ ده، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار ښار په ۷ ناحیه کې د پنجاو کانال د ۱۸۵ زره امریکایې ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت